د دایکنډي ولایت د سواد زده کړې په مرکزونو کې له ۱۶۰۰ څخه زیات زده کوونکي جذب شوي دي

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۴:۴
25145

په هیواد کې د بې سوادۍ له منځه وړلو له پروګرام سره سم، سږ کال په دایکنډي ولایت کې ۱۶۱۳ تنه نالوستي کسان د سواد زده کړې په کورسونو کې شامل شوي دي.

یادو کسانو ته د پوهنې وزارت د ۵۲ رسمي ښوونکو او رضاکاره استادانو لخوا د سواد زده کړې په ۸۰ بابه مرکزونو کې روزنه ورکول کېږي.

دغه تعلیمي پروګرام، چې موخه یې خلکو ته د سواد زده کول دي، د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ریاست تر څارنې لاندې پلي کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS