د داوطلبۍ اعلان

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۱۰
1881

د فاریاب ولایت پوهنې ریاست په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۶۰۰ پایو مېزونو او څوکیو تهیه کولو پروسه کې ګډون وکړي او د شرط پاڼې چاپ شوې بڼه دې په حافظه یا فلش ډیسک کې ترلاسه کړي. خپل وړاندیزونه دې د قرارداد د شرایطو، د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه، د شنبې د ورځې د غرمې تر لسو بجو ( د ۱/وږی/۱۴۰۴ لمریز کال) پورې د فاریاب ولایت پوهنې ریاست اداري او مالي آمریت ته، چې د میمنې ښار اړوند امنیې قومندانۍ ته مخامخ موقعیت لري، وسپارئ.

د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه دی، چې۲۰۰۰۰ ( شل زره ) افغانۍ کېږي.

د وړاندیز پرانیستغونډه به د شنبې ورځ ( د ۱/وږی/۱۴۰۴ لمریز کال) د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د پوهنې ریاست په مالي او اداري څانګه کې جوړه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې معلومولو په موخه له ۵۶ تنوڅخه ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې ګډونوال به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي په بدخشان کې د څارنې او ارزونې له بهیر څخه کتنه وکړه

د پوهنې وزارت د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د کیفیت تضمین معینیت پلاوي په ملتیا د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د بهیر ارزونې، شته ستونزو معلومولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د څو خبرونو لنډیز

سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز اړوند ایبک لېسې سره د سیمې خلکو لخوا ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

ننګرهار
د پوهنې‌دوستو کسانو لخوا د شینواري ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د ۸۰ زره افغانیو په لګښت. . .

BACK TO NEWS