د داوطلبۍ اعلان
د پوهنې وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د یاد وزارت ساینس مرکز ریاست لپاره، د درسي موادو او توکو د تولید په غرض د ۵۱ قلمه خامو موادو او توکو چمتو کولو او پېرلو په موخه، د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي او د تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې دې د اړوندې شرطپاڼې کاپي په حافظه یا فلش ډرایو کې ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه دې د اعلان د خپرېدو نېټې څخه د شنبې ورځ، ۲۵/ زمري/۱۴۰۴ لمریز کال د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې په ده افغان، محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، په تړلي بڼه وسپاري.
د داوطلبۍ تضمین د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په بڼه د ۶۰۰۰۰ (شپېته زره افغانیو) په اندازه دی او د داوطلبۍ پرانیستغونډه به د شنبې ورځ،۲۵/ زمري/۱۴۰۴ سهار ۱۰:۰۰ بجې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست د داوطلبۍ پرانیستنې په سالون کې ترسره شي.
