د داوطلبۍ اعلان

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۶:۷
254

د پوهنې وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د یاد وزارت خدماتو ریاست له نمونې سره سم، د اسنادو ساتنې لپاره دوه پله یي الماریو، د ۶۰ پایو څلور روکه الماریو او ۱۰۰ پایو دوه روکه فلزي الماریو د چمتو کولو او پېرلو په موخه، د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي او د تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې دې د اړوندې شرط‌پاڼې کاپي په حافظه یا فلش ډرایو کې ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه دې د اعلان د خپرېدو نېټې څخه د سې شنبې ورځ، ۷/ زمری/۱۴۰۴ لمریز کال د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې په ده افغان، محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، په تړلي بڼه وسپاري.

د داوطلبۍ تضمین د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په بڼه د ۴۱۰۰۰ (یو څلوېښت زره افغانیو) په اندازه دی او د داوطلبۍ پرانیست‌غونډه به د سې شنبې ورځ، ۷/اسد/۱۴۰۴ سهار ۱۰:۰۰ بجې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست د داوطلبۍ پرانیستنې په سالون کې ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۴۰
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې د ښوونځیو کلنۍ ازموینې پیل شوې

د پوهنې وزارت د تدریسي لایحې له مخې، نن د لړم/عقرب میاشتې په ۲۵مه د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د رسمي او خصوصي ښوونځیو د لومړنۍ/ابتدايه دورې کلنۍ ازموینې پیل شوې.
 ټاکل شوې ده، چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۳
Background image

په لغمان ولایت کې د تعلیمي مرکزونو کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

«د ارزونې د اجراآتو لارښود، پلان جوړونې او راپور لیکنې» تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړونې یو ورځنی مسلکي سیمینار، د لغمان ولایت مرکز کې د مسلکي پراختیا علمي غړو، مسئولینو، د ښوونځيو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې د ۵۰۰ زرو افغانیو په لګښت پیل شوې

د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار کې د نورمحمد شهید منځني ښوونځي د احاطوي دېوال بنسټ ډبره د پوهنې مسئولینو، علما‌ءکرامو او متنفذینو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه. 
یاد دېوال. . .

BACK TO NEWS