د داوطلبۍ اعلان
د پوهنې وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د یاد وزارت د عرفان مجلې، بخوان و بیندش مجلې، معارف اوونیزې د چمتو کولو او چاپ پروژه، د پوهنې وزارت د لاسته راوړنو په اړه کتابونو چاپ، د بنرونو، بروشرونو چاپ، د اسلامي امارت او پوهنې د بیرغونو چاپ او تهیه کولو پروژې په موخه، د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي او د تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې دې د اړوندې شرطپاڼې کاپي په حافظه یا فلش ډرایو کې ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه دې د اعلان د خپرېدو نېټې څخه د شنبې ورځ، ۵/ زمری/۱۴۰۴ لمریز کال د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې په ده افغان، محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، په تړلي بڼه وسپاري.
د داوطلبۍ تضمین د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په بڼه د ۶۰۰۰۰ (شپېته زره افغانۍ) په اندازه دی او د داوطلبۍ پرانیستغونډه به د شنبې ورځ، ۵/اسد/۱۴۰۴ سهار ۱۰:۰۰ بجې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست د داوطلبۍ پرانیستنې په سالون کې ترسره شي.
