د داوطلبۍ اعلان

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۵:۳
10

د کابل ولایت پوهنې ریاست په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د یاد ولایت په ګلدره، استالف، سروبي، ده سبز،. حاکجبار، چهارآسیاب، کلکان، فرزه، قره باغ، موسهي، بګرامي او شکردره ولسوالیو کې د ۱۲ بابه ښوونځيو او ۵ بابه مدارسو د ودانیو بیارغونې پروسې په –G-1403-03 تشخیصیه ګڼه کې ګډون وکړي او د شرط پاڼې چاپ شوې بڼه دې په حافظه یا فلش ډیسک کې له پوهنې ریاست څخه ترلاسه کړي، خپل وړاندیزونه دې د قرارداد د شرایطو، د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه، د سې شنبې ورځې د غرمې تر لسو بجو ( د غبرګولي ۱۵ مه/۱۴۰۳ لمریز کال) پورې د یاد ریاست د تدارکاتو مدیریت ته، کوم چې افغان ترک لېسې ته څېرمه په شاه دو شمشېره سیمه کې موقعیت لري، وسپارئ.

بې وخته او انټرنېټې وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه دی، چې 228.354 افغانۍ کېږي.

د وړاندیز پرانیستغونډه به د سې شنبې ورځ 1403 لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۱۵ مه نېټه، د سهار په 10:00 بجو د کابل په پوهنې ریاست کې جوړه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۴۱
Background image

د پکتیا او غزني ولایتونو ښوونکو لپاره میتودیکي سیمینارونه پیل شوي دي

د پوهنې وزارت په ډېری ولایتونو کې د ښوونځیو د ښوونکو مسلکي مهارتونو ښه کولو لپاره روزنیز سیمینارونه پیل کړي دي، چې په دې سره په پکتیا او غزني ولایتونو کې د ساینس او ریاضیاتو ۲۱۲ تنو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۳۶
Background image

له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت رودات ولسوالۍ له کان لېسې سره، د یو تن علم‌پروره شخص لخوا ۲۱۰۰۰ افغانۍ مرسته ترسره شوه.
د یادې ولسوالۍ پوهنې چارواکو ډاډ ورکړ چې دغه پیسې به د یادې لېسې د ترمیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د رحمانیه دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمه‌ییزو سوداګرو او خلکو په مالي مرسته د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د پوهنې چارواکو په ګډون د یو لړ. . .

BACK TO NEWS