د دارالهجرت تعلیمي مرکزونو په شمول د هېواد د مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو آزموینې پای ته ورسېدې

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۶
123

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د رسمي کړنلارې له مخې، د ټول هېواد په کچه د دارالهجرت تعلیمي مرکزونو په شمول د مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو آزموینې چې په ټولیز ډول ورته ۳۲۰۰۰ تنو ط.الب العلمانو نوم لیکنه کړې وه، د روان ق کال رجب المرجب میاشتې په لسمه نېټه پیل شوې، چې همدغه آزموینې نن پنجشنبې ورځ، ۱۵/۷/۱۴۴۶، نېټه په بشپړ بریالیتوب سره د عدالت روڼتیا او نورو اړینو اقداماتو سره سمې پای ته ورسېدې.

د يادو آزموینو اخيستلو د تنظیم، څرنګوالي او څارنې په موخه، د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا ميدان وردګ او لوګر ولايتونو ته او د یاد وزارت یو شمېر معینانو او مرکزي رئیسانو د هېواد نورو ولایتونو ته رسمي سفرونه وکړل او دغه آزموینې یې له نږدې څخه وڅارلې.

دغه راز په همدې موخه د پوهنې وزارت مشرتابه له لوري د ترسره شويو ارزونو سربېره، لوړ پوړي نګرانان هم ولايتونو ته د ثانويه او مافوق ثانویه مرحلو د آزموينو څېړنې او ارزونې په موخه تللي دي.

له همدې امله له دارالهجرت مرکزونو څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، په خیبر پښتونخوا کې د پوهنې وزارت آتشه له نورو چارواکو سره د يادو مرحلو له آزموينو بهير څخه ليدنه وکړه.

د پوهنې وزارت رهبري پلاوي او نورو مسئولینو د آزموینو له صحنو څخه د لیدنې پر مهال له مسئولینو وغوښتل، چې د آزموینې روڼتیا په پام کې ونیسئ او له ګډون والو یې وغوښتل، چې په جدي ډول د آزموینې نظم او ډسپلین مراعات کړئ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS