د خوست ولایت د ښوونځیو ممتاز زده کوونکي وستایل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۶ - ۱۳:۴۸
د خوست ولایت د ښوونځیو ممتاز زده کوونکي وستایل شوه

د پوهنې وزارت_خوست: د خوست ولایت د ممتازو زده کوونکو د هڅونې پر دوام د باک ولسوالۍ د ټولو ښوونځیو ممتاز زده کوونکي وستایل شول او تر څنګ یې په دغه ولسوالۍ کې د تعلیمي وضعیت د لا ښه کیدو په اړه د سیمې له خلکو سره غونډه تر سره شوه.
هغه غونډه چې په همدې موخه د باک عالي لېسې په انګړ کې جوړه شوي وه، پوهنې رئیس او د مختلفو برنامو آمرینو، د سیمې دیني عالمانو ، قومي مشرانو، د صبریو او ځاځي میدان ولسوالۍ د پوهنې نظارت امرینو او د زده کوونکو والدینو ګډون کړی وه.
په پیل کې د باک ولسوالۍ د پوهنې آمر امیربادشاه هاشمي ګډون والو ته په دغه ولسوالۍ کې د پوهنې د روان وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي په خپلو خبرو کې په دغه ولسوالۍ کې د ۵ ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو په اړه چې چارې یې بشپړیدو ته نیږدې شویدي، د ژر ګټه اخیستنې ته د سپارل کیدو خبر ورکړ.
ښاغلی هاشمی همدا شان وویل چي د میلویونو افغانیو په ارزښت د روانو پروژو ترڅنګ سږ کال د پوهنې ریاست له لوري په یاده ولسوالۍ کې د ۱۵ لکه افغانیو په ارزښت د مختلفو ښوونځیو ترمیم هم ترسره شو چي د زده کوونکو او کتاب خونو د مناسب ځای د نه شتون مشکلات به هم ورسره حل شي.
ده همدا راز د سیمې د خلکو همکاريو یادونه هم وکړه چې د لسګونه زره افغانیو په لګښت یې له خپلو ښوونځیو سره په مختلفو برخو کي مرسته کړیده.
د باک ولسوال قدیم افغان غونډې ته په خپله وینا کې باک ولسوالۍ کې د روانو پروژو د پلي کیدو له امله خوښي وښوده او ویې ویل په باک ولسوالۍ کې به د پوهنې ریاست سره په دغه ولسوالۍ کې مکاتبو ته د ځمکې په پیدا کولو او د ښوونیز لا د ښه کیدو لپاره ګډ کار وکړي. او هر ډول تعلیمي پروژو د پلي کېدو زمینه به برابره کړي.
د سیمې قومي مشرانو په استازیتوب د باډی ملایانو د جامع مسجد خطیب مولوي قدیر الله په خپلو خبرو کې د پوهنې ر یاست د مشرتابه وروستي فعالیتونه وستایل چې د ټول ولایت په کچه یې د پام وړ مثبت تغیرات راوستل او ژمنه یې وکړه چې د ممبر له لارې به زده کړو ته د هڅونې بیانونه وکړي او د پوهنې په بهیر کي به خپله ونډه واخلي.
پوهنې رئیس نصیر احمد روښان په خپلو خبرو کې ممتازو زده کوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ په باک ولسوالۍ کې د ښوونیز حالت د بدلیدو خبر ورکړ، ده وویل په باک ولسوالۍ کي د پوهنې وضعیت د پام وړ ښه شویدی، خو لا هم ډېر کار ته اړتیا لري.
ده وویل د زده کوونکو د هڅونې لړۍ به ټولو ولسوالیو ته وغځوي او ټول ممتاز زده کوونکي به ونازوي.
ښاغلي روښان وویل په باک ولسوالۍ کې ښوونځیو ته د ودانیو په جوړیدو سره به د زرګونه زده کوونکو سر پنا د نشتون مشکل حل شي دده په خبره د سرپنا او مناسب چاپیریال نشتون د درسي کیفیت د ښه کیدو پر وړاندې لوی خنډ دی.
ښاغلی روښان وویل هغه ښوونځي چې په دغه ولسوالۍ کې لا هم د ودانیو د نشتون مشکل لري که ولسونه ورسره د ځمکې همکاري وکړي په راتلونکي کال کې به ورته ودانۍ جوړ شي او هغه ښوونځي چې تر میم ته اړتیا ولري ژر به ترمیم شي.
پوهنې رئیس د باک، د یعقوبیو صبریو او ځاځي میدان ولسوالۍ د ښوونکو استوګنیزو نومرو ته په اشارې وویل چې کارونه نهایي شوي دي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به یې ټول کارونه خلاص او د توزیع کار به یې عملا پیل کړي.
غونډې ته د باک لېسې امر عارف الله عارف، د پوهنې ریاست څخه مننه وکړه چې د دوی اولادونه هڅوي اود پوهنې ملي بهیر سره یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
مراسم د ممتازو زده کوونکو د ترتیب شویو ډالیو په ویشلو سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز سیمینار پیل شو

د پوهنې یو همکار بنسټ په ملاتړ، د پکتیکا ولایت سرروضې ولسوالۍ ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو ۸ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
په دغه سیمینار کې ۲۰ تنه ښوونکي د یادې ولسوالۍ له بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې کارکوونکو لپاره "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ جوړ شو

د چارو اداري لوی ریاست له لوري، د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې له یوې دیني مدرسې سره د ۶۲۰ زره افغانیو مالي مرسته وشوه

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار د زاهو سیمې اوسېدونکو له فاروقیه دیني مدرسې سره ۶۲۰ زره افغانۍ مالي مرسته کړې ده. 
د پوهنې مسئولینو په وینا، په دې پیسو سره د یادې مدرسې لپاره ۱۴ تشنابونه. . .

BACK TO NEWS