د خوست ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه د آزموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت، خوست : د خوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو د کلنیو آزموینو بهیر پیل شوی دی.
د خوست ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال امیر الله زړه سواند د الفتح عالي لېسې د آزموینې له بهیر څخه د لېدنې پر مهال وویل: دوی د یو منظم پلان له مخې د آزموینو بهیر څاري.
ده زیاته کړه، د آزموینو نظم او روڼتیا پر درسي کیفیت نیغه اغېزه لري نو، پرهمدې اساس پوهنې ریاست په ټول توان ژمن دی چې د آزموینو نظم او روڼتیا ته به اساسي پاملرنه کوي.
نوموړي د یاد ښوونځي ښوونکو ته سپارښتنه وکړه چې په آزموینو کې انډول په پام کې ونیسي.
د یادونې وړ ده: چې د خوست ولایت په ۳۶۰ دولتي او ۱۳۰ خصوصي ښوونځیو کې شاوخوا درې سوه شل زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې نیږدې (۸۰) اتیا زره یې نجونې دي.
