د خوست د پوهنې مرستیال د NRC ولایتي رئیس سره وکتل
د خوست پوهنې ریاست تدریسي مرستیال خیروګل خیرخوا د خپل کار په دفتر کې د خوست ولایت د NRC مؤسسې ولایتي مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه، په لومړیو کې د یادې مؤسسې مسؤلینو د خپلو کړنو او فعالیتونو په مورد مفصل معالومات وړاندې کړل،ورپسې د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال د دوي له کړنو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ټول موسسات چې د ا.ا.ا د پالیسیو او د پوهنې په اډانه کې فعالیتونه کوي موږ ورسره همکار یوو، په پای کې د NRC موسسې مسؤلینو د پوهنې ریاست سره د خپلو همکاریو ډاډ څرګند کړو، ترڅنګ یې زیاته کړه چې راتلونکي کې به پوهنې ریاست اړونده د ساېنس او ښوونیزې تکنالوژۍ مدیریت سره د کتابونو د کمبود ستونزې د حل په مورد مرسته کوي او تر څنګ به یې هغه ښوونځي چې د تعمیرونو د کمښت سره مخ وي د هغوي لپاره به یو شمیر تعمیرونه جوړه وي.
