د خواجه خیلو عالي ليسې د کتابتون سره د ۳۰۰۰ جلده بیلا بیلو کتابونه مرسته وشوه
د کتاب ډالۍ په ټولنه کې د هر وګړی دنده ده
پوهنې وزارت ـ پکتیکا: د پکتیکا پوهنې ریاست، د لیسي د مدیر او ځوانانو هلو څلو په ترڅ کې د یاد ولایت د مرکز اړوند د خواجه خیلو عالي لیسې د کتابتون سره د ۳۰۰۰ ټوکو مطالعه وی کتابونو مرسته وشوه.
په هغه غونډه کې چې له همدې امله د خواجه خیلو لیسې په انګړ کې جوړه شوه وه، دپوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال ښاغلی محمد کریم ”اتلوال“ او ټیم په ګډون قومي مشرانو ، ځوانانو ، محصلینو ، استادانو ، شاګردانو او مینوالو ګډون کړی وو.
د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال د لیسې مدیربخت محمد ”حمیدي“ او څوانانو کړنې وستایلې او غوښتنه یې وکړه چې پدې لړۍ کې درسي کتابونه شامل او دوامداره وساتي او باید وخت ناوخت مطالعه ترسره شي تر څو ځوانان مو د مطالعې په دود بلد او پرمختګ وکړي.
