د خلکو او کتاب لویه جشنواره په هرات ولایت کې تر سره کیږي

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۲ - ۱۳:۳۸
د خلکو او کتاب لویه جشنواره په هرات ولایت کې تر سره کیږي.

پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزارت او احمد شاه فقیري ټولنیز بنسټ په مرسته د کتاب او خلکو لویه جشنواره به ډیرژر په هرات ولایت کې تر سره شي.
دا موضوع پوهنې وزارت سره د احمدشاه فقیري ټولنیز بنسټ استازي په لیدنه کې پورته شوه. 
پوهنې وزیر د کتاب لوستلو کلتور پیاوړي کولو ملي حرکت له ملاتړ کونکو څخه د هر کلي تر څنګ، په ټولنه کې د کتاب لوستلو او مطالعې کلتور وده ورکولو په موخه د ټولو خلکو او ټولنیزو بنسټونو ونډه یوه اړتیا یاده کړه.
د یادونې وړ ده چې د احمدشاه فقیري بنسټ د پوهنې یوه همکار په توګه، د هرات زده کوونکو لپاره د یوه معیاري ښوونځي د طرح جوړولو، د معیاري کتابتون جوړولو، د کتابونو چاپ او معیاري خپرونو لپاره د مطبعې تاسیس کولو او د ښوونیزو کورسونو جوړلو په برخو کې فعالیت لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS