د جوزجان ولایت مرکز اړوند په ابن یمین شبرغاني عالي لېسه کې د یوه محراب جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د جوزجان ولايت پوهنې له رياست سره د ځایي خلکو د مرستې او همکارۍ په دوام، د یاد ولايت د ابن یمین شبرغاني په عالي لېسه کې د يوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد طاهر جواد وايي: دغه جومات د حاجي عبدالوکيل رسولي په مالي مرسته په ۱۶۰ متره مربع ځمکه کې د ۷۰۰ زره افغانيو په لګښت په پاخه او اساسي بڼه جوړیږي، چې په یو وخت کې به د شاوخوا دوه سوه تنو لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.
د جوزجان والي قاري ګل حيدر شفق د سپېڅلو ځايونو جوړول يوه روانه صدقه وګڼله.
نوموړي د ياد جومات د جوړېدو په برخه کې د حاجي عبدالوکيل رسولي له مالي مرستې مننه وکړه او له نورو خلکو په ځانګړې توګه له ملي سوداګرو يې وغوښتل، چې د جوماتونو، ښوونیزو مرکزونو او عامه ځایونو په جوړولو کې مرسته وکړي.
