د جوزجان او فراه له پوهنې ریاستونو څخه خبرونه
جوزجان
د جوزجان د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په وینا: له "بشریت سره همکار" موسسې د دغه ولایت د پوهنې ریاست په همغږۍ او د یونیسف د سیمه ییز دفتر په مالي مرسته په شبرغان ښار او همدا شان د اقچې، فیض آباد او منګیجک ولسوالیو کې ۱۳۵ سیمه ییز ټولګي جوړ کړي دي.
نوموړي زیاته کړه ؛ چې په دغو ټولګیو کې شاوخوا ۴۵۰۰ هغه کسان شامل شوي، چې د بېلابېلو لاملونو له امله له زده کړو څخه محروم پاتې شوي وو.
همدا شان د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس درزاب او قوش تپې ولسواليو ته سفر وکړ او د يادو ولسواليو د پوهنې له مسوولينو سره يې د پوهنې د کيفيت د ښه والي او د کلنيو ازموينو د ترسره کولو په باب خبرې وکړې.
د جوزجان ولايت درزاب ولسوالۍ آمریت د دغه ولايت د پوهنې رياست په مرسته د درزاب د لېسې د ١٠٢ تنو زده کوونکو ترمنځ د سيرت النبي (ص) سيالۍ پيل کړه.
د مسؤلینو په وینا: د يادې سيالۍ له پيلولو يې موخه د ستر پیغمبر (ص) له سيرت سره د ځوانانو آشنا کول، د پوهې د کچې لوړول او په ځوانانو کې د مطالعې فرهنګ ته وده ورکول دي.
فراه
دفراه ولایت د پوهنې او د تعلیمي څارنې آمرینو د اړوندو ښوونځیو له کلنۍ ازموینې څخه څارنه وکړه.
د فراه ولایت د جهادي مدرسې درسونه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې د مسؤلینو، دیني عالمانو او د ملکي او نظامي ادارو د یو شمېر مسوولینو په حضور کې پیل شول. ويناوالو د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې د ا . ا . ا دا ستره فتحه د دغو جهادي مدارسو د زده کوونکو د قربانیو په پایله کې راغلي او له زده کوونکو او ښوونکو يې وغوښتل، چې د هېواد او خلکو د خدمت په موخه خپلې دندې او مسووليتونه په اخلاص سرته ورسوي.
