د تودو سیمو د نوي ښوونیز کال د پيل په هکله د پوهنې سرپرست وزیر پیغام
د خوښی ځای دی چې یوځل بیا د روان کال په جریان کې د هېواد په تودو سیمو کې د ښوونځي زنګ کړنګول کیږي، او زه د پوهنې وزارت د مشرتابه په توګه د پوهنې کاروان ته مبارکې وایم.
خوشحاله یم، چې د پوهنې وزارت د مشرتابه په توګه یوځل بیا د ګران هېواد له بچیانو څخه هیله کوم چې د روښانه راتلونکي په موخه ګام پورته کړي، په پوره توګه پوهیدلی شم چې د هېواد د تودو سمیو هغه کورنیو چې خپل یو شمیر د ښونځي وړ ماشومان یی د تپل شوي جنګ، ناوړه دود، دستور، غربت، ........ او یو لړ نورو ستونزو له کبله د زده کړو له نعمت څخه بی برخی کړي، اما د پوهنې وزارت ټول کارکوونکې په جدي ډول ژمن دي ترڅو ښوونیز خدمات دهېواد ګوټ ګوټ ته د زده کوونکو ته په مساویانه توګه ورسوي، تر څو د افغانستان هیڅ یو بچی له ښوونیزو خدماتو څخه بی برخي پاتې نشي. دغه راز له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوم، چې خپل ماشومان د اسلام د مبارک دین د اصولو او لارښوونو په رڼا کې چې (زده کړه په هر نارینه او ښځینه مسلمان فرض ده) خپل د ښوونځي د شرایطو وړ ماشومان په ښوونخیو کې شامل کړي.
د پوهنې ولایتې رئیسان او ټول کارکوونکې مسوولیت لري ترځو د هېواد د بچیانو په سالمه ښوونه او روزنه کې بغیر له کوم تعلق څخه هر اړخیزه هڅه وکړي.
د تودو سیمو ښوونیز کال په داسې حال کې پیلوو چې خوشبختانه دهیواد زیات شمیر د ښوونځيو د سن وړ ماشومان د پوهنې له کاروان سره یوځای شوي او زه په پوره ډاډ سره ژمنه کوم څو سږکال د زده کړو لپاره غوره ټولګې او تګړه ښوونکې په ښوونځیو کې وګمارم او همدارنګه د ولایتونو پوهنې رئیسانو څخه هیله کیږي ترځو دا برنامه په جدي ډول تعقیب کړي.
همدارنګه سږکال د ښوونېزو خدمتونو په برخه کې مونږ یو شمیر اصلاحات په پام کې نیولی چې په هغه کې د ليسې د دورې رشته بندي، د ګروپ بندې سیسټم شامل دي، د پوهنې وزارت ښوونیز نصاب هم ترکار لاندې دي او ډير ژر به په دې برخه کې وړ اصلاحات رامینځ ته شي.
د ښوونځیو د جوړیدو چارې هم جریان لري چې په روان کال کې به ۲۷۰۰ نوي ښوونځې د جوړیدو چاري ترسره شي او ۳۳۰۰ ښوونځې په پلان کې شامل دي.
د ابتدایي دورې د کتابونو د چاپ چارې بشپړې شوی چې د لیږد مرحله یی جریان لری په نږدی وخت کې به د زده کوونکو لاسته ورسیږي .
د ښوونکو د معاشونو د زیاتوالي په برخه کې کوښښ او هڅې روانی دی د هغوی د اقتصادي وضعیت ته په پام سره د دوی په معاش او امتیازاتو کې د دولت مالی امکاناتو ته په کتو سره به مثبت ځواب ورکړل شي.
په خوښی سره په ټول هېواد کې ۱۸۰۰۰ بابه ښوونځي لرو چې په هغو کې ۹،۴ میلیونه زده کوونکی په زده کړو بوخت دي. هیله لرو د ښوونخی د زنک وهل دپوهنې د حشر لپاره داسی پیل وي چې خلک لاس په لاس خپل ماشومان په ښوونځي کې شامل او د تړل شویو ښوونځیو دروازی پرانیزي.
ګرانو هیوادوالو! لکه څرنګه چې په جریان کې یاست مونږ د پوهنې په لسیزه کې قرار لرو او په راتلونکو دوولسو کلونوکې کافی موقع د هیواد د هر وګړی لپاره مساعده ده چې د صدقه جاریه په توګه د پوهنې په برخه کې مرسته وکړي او د هېواد د ښوونې او روزنې په پرمختګ کې د خپل توان تر حده سهم واخلي.
که څه هم ۱۳۹۷ کال د پوهنې څخه د ملاتړکال وو زیات شمیر د پوهنې مینوالو، علم پرور، وطن پرستو هېواد والو پوهنی وزارت ته ځمکي وقف اویا په نورو برخوکې هر اړخیزي مرستې کړی چې د مننې وړ دي خو پوهنې وزارت ستاسی همکارۍ اومرستی ته لا نور هم اړتیا لري او پرته له ستاسی ونډي اخیستنې څخه نشی جوړیدای .
زه د هغوی له خدمتونو څخه مننه کوم اما اوس هم پوهنې وزارت ستاسې مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري او بي له ستاسې د ونډي اخیستنې څخه د پوهنې پرمختګ ناشوني دي .
زما غوښتنه ده چې راځي لاس په لاس د پوهنې په پرمختک او ترقی کې په ګډه کار وکړو.
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ډاکتر محمد میرویس بلخي
د فغانستان اسلامي جمهوری دولت د پوهنې سرپرست وزیر
