د تعليمي نظارت مدیرانو ته ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۱۸:۱۴
د تعليمي نظارت مدیرانو ته ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

پوهنې وزارت، دایکنډي: دایکنډي ولایت کې د پوهنې ریاست د تعلیمي نظارت آمرانو او کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې لس ورځنی ورکشاپ د نوموړي ولایت د پوهنې رئیس رحمت الله سیرت ، د یونیسف ادارې ساحوي مسوول جواد افضلي، د پوهنې وزارت ماستر ترینرانو او د تعلیمي نظارت غړو په شتون کې پیل شو.

په نوموړي ورکشاپ کې د دایکنډي ولایت د لسو ولسوالیو ۸۰ تنو آمرانو او د تعلیمي نظارت غړو ته د لسو ورځو لپاره روزنه ورکول کیږي.

پاتې دې نه وي چې، یاد ورکشاپ د یونیسف نړیوالې ادارې په مالي مرسته، د پوهنې وزارت د میتودولوژۍ ، ارزونې او نظارت کارپوهانو لخوا پلی کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS