د ترکیې د پوهنې د بنسټ رئیس د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۱
اغاغاا

د تركيې د معارف بنسټ مشر علي کارا ګوز د ا.ا.ا د پوهنې وزارت له سرپرست وزير الحاج
مولوي حبيب الله آغا سره په ليدنه کې په افغانستان کې د یاد بنسټ ښوونيزو فعاليتونو ته د اشارې په ترڅ کې وويل، چې یاد بنسټ د افغانستان په ۸ ولاياتو کې ۴۹ تعلیمي مراکز لري، چې ۴۹۸۹ تنه افغان زده کوونکي پکې په زده کړه او ۱۰۲۶ تنه ښوونکي او اداري کارمندان پکې په ښوونه او اداري کارونو بوخت دي. نوموړي زیاته کړه، چې یاد بنسټ چمتو دی چې د پوهنې وزارت اړوند افغان ښوونکو او اداري کارمندانو ته د وړتياوو د لوړولو سیمينارونه هم داير کړي.
د پوهنې وزارت سرپرست وزير په خپلو څرګندونو کې د ترکیې د معارف بنسټ مشر ته ښه راغلاست ووايه، د تاريخ په اوږدو کې یې د افغانستان او ترکیې هیوادونو دوستانه اړیکو او مشترکاتو ته اشاره وکړه او ترکیې هيواد ته د خپل مخکني سفر په ترڅ کې ېې د یاد هيواد د علماوو، دولتي مسئولینو او خلګو له تاوده هرکلي څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په خپل ټول توان سره به هڅه کوي ترڅو د ياد بنسټ تعلیمي خدماتو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې تر علي کارا ګوز وړاندې صالح ساغر په افغانستان کې د ترکیې د معارف بنسټ د مشر په توګه دنده اجراء كوله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

په غزني ولایت کې د ۴۰۰ تنو څخه ډېر زده‌کوونکي له خوندي تعلیمي چاپېریال څخه برخمن شول

د غزني ولایت ناور ولسوالۍ اړوند په چهارقلعه سیمه کې د «شهید محمد حسن» ښوونځي ودانۍ د ولسي مرستو په مټ د ۲ مېلیونو افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې مسئولینو لخوا رسماً پرانیستل شوه.
په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۳
Background image

د پوهنې محترم وزیر، په بلخ ولایت کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ ترمیماتي پروژو پرانیستې

د هېواد د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، شمالي ولایتونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې، دا ځل په بلخ ولایت کې د ۳۰ بابه تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې چې پکې د ښوونځیو ودانۍ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

په جوزجان ولایت کې څو ترمیماتي پروژې پرانیستل شوې

په هغو مراسمو کې چې د پورته ذکر شویو پروژو د پرانيستې په موخه جوړ شوي وو، پکې د جوزجان ولایت والي محترم الحاج قاري گل حيدر شفق، پوهنې مسئولينو، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت معين. . .

BACK TO NEWS