د ترکیې د نړیوال خیریه بنسټ (I.H.H) مرستيال  د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۰ - ۱۶:۲۱
د ترکیې د نړیوال خیریه بنسټ (I.H.H) مرستيال  د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

د ترکیې د نړیوال خیریه بنسټ (I.H.H) مرستیال ښاغلي یعوذ، د یاد بنسټ د دیپلوماسي د څانګې مسئول ښاغلي عبدالله او د افغانستان لپاره د یاد بنسټ مسئول ښاغلي جنید، د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر محترم شیخ مولوي نورالله منیر سره وکتل.
 په یاده لیدنه کې ښاغلي یعوذ لومړی د خپل بنسټ د فعالیتونو په هکله تفصیلي خبرې وکړې او ویې ویل، یاد بنسټ له دیرشو کلونو راهیسې د نړۍ په ۱۳۰ هیوادونو کې خیریه فعالیتونه سرته رسوي، په  کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د یو تعلیمي کمپلیکس د جوړولو اراده لري، چې د ځینو اداري مرحلو له بشپړېدلو وروسته به ورباندې عملا کار پيل شي.د هیواد له څلور زره ثبت شویو یتیمو ماشومانو سره هره میاشت ځانګړی مقدار مالي مرسته کوي او په نږدې راتلونکې کې به د ثبت شویو یتیمانو شمیر شل زره  تنو ته ورسوي. د نوموړي په وینا، یاد بنسټ  په افغانستان کې د ښوونځیو دودانیو د  جوړولوپه برخه کې هم ځانګړي پلانونه لري.
ورپسې د پوهنې محترم وزیر صاحب لومړی راغليو میلمنو ته  ښه راغلاست ووایه، د دوی د بشري او تعلیمي مرستو له امله یې ورڅخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې دپوهنې وزارت به د یاد بنسټ د ثبت او راجسټریشن د اداري مراحلو په بشپړولو او یاد بنسټ ته دهرډول اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې  پوره هڅه او هاند کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې رياست د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره ۳۹ قلمه غير مطبوع قرطاسيه‌توکو او د پرنټر ټونرونو ته اړتیا لري.
هغه لوژستيکي-سوداګریز شرکتونه او پلورنځي چې د ياد قرارداد ترلاسه کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS