د ترکیې د معارف بنسټ د اړوند دارالعلوم سرپرست د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۹ - ۹:۰
123

د ترکیې د معارف بنسټ د اړوند دارالعلوم سرپرست ښاغلي عبدالمحیط عزیزي او سرښوونکي عبدالله سمسور د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده او د دارالعلومونو له رئیس مولوي عبدالقدوس سره ولیدل.
په یاده  لیدنه کې لومړی د اسلامي تعلیماتو معین راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او بیا یې د یاد دارالعلوم ښوونیز او روزنیز خدمات وستایل.
ورپسې د دارالعلوم سرپرست خپل وړاندېزونه له معین صاحب سره شریک کړل او ویې ویل، چې یاد دارالعلوم په هر ډول شرایطو کې د افغان بچیانو ښوونې او رزونې ته ژمن دی او په دې برخه کې په پوره اخلاص سره خپل مسئولیت اداء کوي.
محترم معین صاحب له  ښاغلي عزیزي څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره په هم غږي به په یادو وړاندېزونه به غور کوي  او اړوند اجراآت به سرته رسوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې رياست د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره ۳۹ قلمه غير مطبوع قرطاسيه‌توکو او د پرنټر ټونرونو ته اړتیا لري.
هغه لوژستيکي-سوداګریز شرکتونه او پلورنځي چې د ياد قرارداد ترلاسه کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS