د تخار ولایت په درې بابه ښوونځیو کې د ۳۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت نوې ودانۍ جوړیږي

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۱۱
ظطزظطز

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند په درې بابه ښوونځیو کې د نویو ودانیو جوړولو بنسټ ډبرې د یوې غونډې په ترڅ کې چې د یاد ولایت پوهنې مسوولینو هم پکې ګډون درلود، کېښودل شوې.
د چارواکو په وینا، د رستاق ښار د «شهر جدید» لومړني ښوونځي ودانۍ به د ۱۴۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یادې ولسوالۍ د علم‌پرور سوداګر او شخصیت، محترم عبدالرحیم فریاد، په مالي مرسته پر ۴ جریبه ځمکه جوړه شي.
همدارنګه، د «عبید ابن کعب» لېسې ودانۍ به د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د سیمه‌ییز سوداګر محترم ګلبدین وفا په مالي مرسته پر هغو ۳ جریبه وقف شوې ځمکه جوړه شي چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
سربېره پر دې، د «سوخته قلعه» ښوونځي ودانۍ به د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پر ۳ جریبه ځمکه ورغول شي.
ټاکل شوې ده چې یادې ودانۍ هره یوه درسي ټولګي، اداري خونې او نور اړین ملحقات ولري، چې په بشپړېدو سره به د زده‌کوونکو لپاره مناسب او معیاري ښوونیز چاپېریال رامنځته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

د کابل ښار ښوونځیو ته د ۳۸۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۳۸۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د اووم څخه تر یوولسم ټولګي پورې د شاملېدو په موخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه

د یوې همکارې ادارې له لوري د پنجشېر ولایت ښوونځیو ته د ۷۸۱ زره او ۴۵۷ افغانیو په ټولیز ارزښت ۲۰۹ کڅوړې درسي مواد ورکړل شول.
ټاکل شوې ده چې یاد مواد د یوې ځانګړې ونډې له مخې د دغه ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۴
Background image

په هرات ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته ۲۰۰ زره ټوکه درسي کتابونه ووېشل شول

د هرات ولایت پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د یاد ولایت له یو شمېر ښوونځیو څخه ۲۰۰ زره ټوکه اضافي درسي کتابونه راټول او هغو زده‌کوونکو ته ووېشل شول، کوم د همدغه ولایت په مرکز او ولسوالیو. . .

BACK TO NEWS