د بلخ ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره سیمینار جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۰:۵۱
ASD

د پوهنې وزارت د پلټنې ریاست لخوا د بلخ پوهنې ریاست د پلټنې، تدارکاتو او مالي څانګو د چارواکو او کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره څلور ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو.

یاد سیمینار د پوهنې وزارت د پلټنې رئیس مولوي عتیق الله مؤذن، ورسره مسلکي ټیم او مسئولینو په حضور کې پرانیستل شو.

د پوهنې وزارت د پلټنې رئیس د دغه سیمینار موخه د منسوبینو او کارکوونکو د کاري مهارتونو لوړول وبلل او د وزارت د پلانونو او پروګرامونو په پلي کولو کې یې اغېزمن وګڼل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

BACK TO NEWS