د بلخ ولایت اړوند خالد ابن ولید لېسې د ۷ درسي ټولګيو د جوړېدو چارې پای ته ورسېدې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۱:۵۸
123

د بلخ ولايت مزارشريف ښار د خالد ابن وليد عالي لېسې د ۷ درسي خونو چارې، د خلکو شورا د يو ميليون افغانيو په لګښت سره بشپړې شوې. 
ياد ټولګي د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د یاد ولایت پوهنې رياست مسئولينو، ديني علماوو، ښوونکو او یو شمېر زده کوونکو پکې ګډون درلود، پرانیستل شول.
په ورته مهال، ويناوالو د پوهنې د پياوړتيا په لاره کې د مزارشريف ښار د علم دوستو خلکو له ملاتړ څخه د خوښۍ او قدردانۍ په ترڅ کې، د ښوونيزو بنسټونو د جوړولو او اهميت په اړه خبرې وکړې.
د يادې لېسې آمر او د سيمې د خلکو شورا مشر په دې برخه کې د بلخ د پوهنې رياست له همکارۍ مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS