د بلخ له پوهنې ریاست څخه د یوې ورځې د فعالیتونو لنډ راپور

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۶ - ۱۰:۱۶
د بلخ له پوهنې ریاست څخه د یوې ورځې د فعالیتونو لنډ راپور.

په مزارشريف كې د ابوذر غفاري له دارالعلوم څخه ۳۲ تنه فاضلان له کبرا او صغرا دورې څخه فارغ شول.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالجليل شهیدخېل د ټولنې په جوړښت کې د دیني علومو پر ارزښت خبرې وکړې او له فارغینو يې وغوښتل، چې د هېواد د ځوان نسل په روزلو کې تر خپله وسه کار وکړي
.
د بلخ د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې مخکنی آمر توریالی مهمند د مزارشریف ښار د استاد وجدان لېسې د آمر په توګه وګومارل شو او په دنده یې پیل وکړ.
 د دغه ولايت د اسلامي زده کړو آمر د يادې لېسې له تقاعد شوي آمر څخه مننه وکړه او نوي آمر ته يې د برياليتوب هيله وکړه.

د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ د ښوونکو او سرښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار جوړ شو.
د يادې ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي حبيب الله نصرت د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې په خپلو دفترونو او ښوونځيو کې د ياد سيمينار له محتوا څخه په عملي ډګر کې ګټه پورته کړي.
د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې د پوهنې آمریت د آمرینو، مدیرانو، ښوونکو او معتمدینو لپاره د پوهاوي د کچې د لوړولو او په وخت سره د اجراآتو د ښه والي په موخه د اداري ستونزو د حل تر سرلیک لاندې روزنیز سیمینار جوړ شو.
 
د بلخ ولسوالۍ د پوهنې آمر د پوهنې ریاست له مشرتابه څخه غوښتنه کړې وه، ترڅو د ښوونکو د ښارګوټي د غصب شویو ځمکو مخه ونيسي، چې بالاخره د يادې ولسوالۍ د ولسوال، د کرنې او اراضیو رياستونو په همغږۍ يې مخه ونيول شوه.

د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د بلنې او لارښوونې په آمریت کې د دې اوونۍ په جریان کې د مارمل د پوهنې د آمر او د بلنې او لارښوونې د مسوولینو له خوا  د صحابه کرامو د پیژندنې او د صحابه کرامو د ځانګړتیاو درسونه تدریس شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS