د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه
د بلخ ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل د دغه ولایت د خصوصي ښوونځیو له مسوولینو سره وکتل او د پوهنې وزارت د قوانینو او طرزالعملونو په چوکاټ کې یې د یادو ښوونځیو د فعالیتونو په باب خبرې وکړې.
د خصوصي ښوونځیو استازو د خپلو فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ خپلې ستونزې او وړاندیزونه د پوهنې له رئیس سره شریک کړل.
د بلخ پوهنې رياست وايي: په دې ولایت کې د علماوو د خامسه او عالیه دورې لپاره د تحريري ازموينې لړۍ پيل شوې ده.
د دې ازموينې نوماندان هغه فاضلان او مجاهدين دي، چې څه موده وړاندې د دې ازموينو لپاره نوم ليکنه کړې وه.
دغه ازموينه د بلخ د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو د آمر مولوي عبدالصبور فريد او د دارالعلوم اسديه د علماء کرامو او استادانو تر څارنې لاندې د یوې اوونۍ په جریان کې به واخیستل شي.
د بلخ ولايت د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو آمر له علماوو او د ازموینې کمېټې له مسوولو غړو سره غونډه وکړه چې په دې غونډه کې یې د فورمونو د ډکولو او له فاضلانو څخه د تقریري ازموینې د اخیستلو د څرنګوالي په باب لازمې مشورې وکړې.
د مزارشريف ښار د پوهنې آمر الحاج مولوي محمد نعيم بلخي او ورسره مل پلاوي د خالد ابن وليد په ښارګوټي کې د واصف باختري له لېسې څخه ليدنه وکړه.
د شولګرې ولسوالۍ د پوهنې او د تعلیمي څارنې غړو په دې ولسوالۍ کې د شهید علي قلند، حضرت عمر فاروق (رض)، سید جمال الدین، سعد بن وقاص او محمد عمر ظهیر، استرکوټ ، باغ پهلوان او حلقجر لېسو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه
