د بلخ د پوهنې ریاست خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۲:۲۹
د بلخ  د پوهنې ریاست خبرونه

په مزارشريف ښار کې د حضرت عمر فاروق د مدرسې او دارالحفاظ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې مناسبت د بلخ ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهیدخېل، د زابل والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه او يو شمېر علماوو او قومي مخورو په ګډون يو لړ مراسم ترسره شول.
ویل کیږي چې نوموړي مدرسه په درې جریبه ځمکه کې ( د کابل – مزارشریف د عمومي سړک ترڅنګ) د دغه ولایت د یو تن سوداګر حاجي سید محمد په مالي مرسته په اساسي ډول جوړیږي.
د بلخ ولايت د پوهنې رئيس د دغه خېرخواه شخصیت له مرستې څخه مننه وکړه او له نورو ملي تجارانو څخه یې وغوښتل، ترڅو د پوهنې په برخه کې ورته مرستې وکړي.

د زارع ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي شېرمحمد حنفي د يادې ولسوالۍ له علماوو سره ناسته وکړه او د يادې ولسوالۍ د مدارسو د تدريسي بهير او اداري ستونزو په اړه يې خبرې وکړې.

د دولت آباد ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي محمد میر سعید او د تعلیمي څارنې غړو د سیدان لېسې او خوشال آباد منځني ښوونځي له ښوونیزو فعالیتونو څخه څارنه وکړه.
د بلخ د پوهنې ریاست د سواد زده کړې د پروګرام مسوولینو د بلخ ملي راډیو او ټلویزیون له رسنیزو همکارانو سره د سواد زده کړې د کورسونو د تدریس پر لارو چارو، مېتودونو، د سواد زده کوونکو د شاملولو او د سواد زده کړې ښوونځیو ته د زده کوونکو د جذبولو په باب غونډه وکړه.

د شولګرې ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي محمد ياسين حماس د حضرت عمر فاروق عالي لېسې له اداري او تدريسي چارو څخه ليدنه وکړه.
 نوموړي د یاد ښوونځي نظم او دسپلین یې د پام وړ وباله.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS