د بشري سرچینو د مدیریت معلوماتو سیسټم په اړه غونډه ترسره شوه!

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۰:۳۰
dfasf

د بشري سرچینو د مدیریت د معلوماتو ملي سیسټم په اړه مشورتي او معلوماتي غونډه د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل،د افغانستان.ا.ا. د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ د مرستیال مولوي عبدالباري عاطف، د پوهنې وزارت د اداري لوی رياست رئیسان او یو شمېر مسئولینو او کارپوهانو په حضوره کې جوړه شوه او په یاد معلوماتي سیسټم کې د پوهنې وزارت د تشکيل ، سوانحو او ذاتي چارو پر تطبيق خبرې وشوې ، دواړو لورو د سيستم د شته ستونزو پر اصلاح او تخنيکي ملاتړ ژمنې وکړې.

د ياد سيستم پر پلي کيدو سره به په کاري چارو کې چټکتيا ، اغيزمنتوب او لا زيات شفافيت رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

په غزني ولایت کې د ۴۰۰ تنو څخه ډېر زده‌کوونکي له خوندي تعلیمي چاپېریال څخه برخمن شول

د غزني ولایت ناور ولسوالۍ اړوند په چهارقلعه سیمه کې د «شهید محمد حسن» ښوونځي ودانۍ د ولسي مرستو په مټ د ۲ مېلیونو افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې مسئولینو لخوا رسماً پرانیستل شوه.
په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۳
Background image

د پوهنې محترم وزیر، په بلخ ولایت کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ ترمیماتي پروژو پرانیستې

د هېواد د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، شمالي ولایتونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې، دا ځل په بلخ ولایت کې د ۳۰ بابه تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې چې پکې د ښوونځیو ودانۍ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

په جوزجان ولایت کې څو ترمیماتي پروژې پرانیستل شوې

په هغو مراسمو کې چې د پورته ذکر شویو پروژو د پرانيستې په موخه جوړ شوي وو، پکې د جوزجان ولایت والي محترم الحاج قاري گل حيدر شفق، پوهنې مسئولينو، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت معين. . .

BACK TO NEWS