د بدخشان ولایت یو باب ښوونځي لپاره درسي ټولګي ورغول شول
د بدخشان ولایت شغنان ولسوالۍ اړوند د مارخت ښوونځي په انګړ کې، نږدې د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت یوه اداري او څلور درسي خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادونې وړ ده چې د پورته ذکر شویو درسي خونو جوړولو نیمایي لګښت د شغنان ولسوالۍ پوهنې کارکوونکو لخوا ورکړل شوی او پاتې ۵۰ سلنه د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمر محترم مولوي فضل الدین ثاقب له خوا ورکړل شوی دی.
