د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ د پوهنې آمریت د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۲:۴۱
15

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ د پوهنې آمریت د ودانۍ د بنسټ ډبره، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې د یاد ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه، دیني علماوو، د سیمه ییزو ادارو استازو او د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو ښوونکو ګډون درلود، کېښودل شوه.

د یادې ودانۍ ځمکه چې ۹ بسوې ده، د يمګان ولسوالۍ د پوهنې رياست د کارکوونکو له خوا د شاوخوا ۲۰۰ زره افغانيو په ارزښت پېرل شوې.

د مسئولینو په ويناء، یاده ودانۍ په يو پوړ كې، چې څلور دفتري خونې، يو د غونډو تالار، احاطوي دېوال او نور اړين ملحقات په كې شامل دي، جوړېږي.

د يادونې وړ ده، چې د دغې ودانۍ د رغولو ټول لګښت د یمګان ولسوالۍ د پوهنې رياست د ښوونکو، د ښوونځيو د مديرانو او کارکوونکو له خوا ورکول کېږي او په جوړېدو سره به یې د يمګان ولسوالۍ د پوهنې آمریت ستونزې هوارې شي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د یمګان ولسوالۍ د پوهنې د کارکوونکو د دغه نېک اقدام څخه د مننې ترڅنګ، زیاته کړه چې د پوهنې آمریت د ودانۍ رغولو لپاره د ځمکې اخیستل د یاد آمریت د کارکوونکو د هېواد پالنې او علم پرورو احساس څرګندونه کوي.

د بدخشان ولايت پوهنې رئيس مولوي نصرت الله فيضاني د یاد رياست دانجنیرۍ څانګې ته لارښوونه وکړه، تر څو د يمګان ولسوالۍ د پوهنې آمریت لپاره ديوې معياري ودانۍ جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS