د بدخشان ولایت په یوه ښوونځي کې د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړېږي

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۲۳
54456

د بدخشان ولایت کوهستان ولسوالۍ  اړوند دره‌ بید لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې ریاست مسوولینو، علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ به په یوه جریب ځمکه کې جوړه شي، چې شپږ درسي خونې او یو مرکزي دهلیز به ولري. 
د ذکر شوې ودانۍ جوړولو ټولیز لګښت شاوخوا ۸۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د سیمې د اوسېدونکو له خوا به ورکړل شي.
د پوهنې مسوولینو د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د خلکو د همکارۍ او د پوهنې د ملاتړ قدرداني وکړه او د دغه ښوونځي جوړول یې د معارف د پراختیا او د سیمې د ماشومانو لپاره د زده‌کړې د زمینې برابرولو په برخه کې مهم ګام وباله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۱:۵۶
Background image

په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ قدق کلي اړوند حضرت علي (رضی‌الله‌عنه) ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې شاوخوا ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي او ټاکل شوې چې د نوي ښوونیز کال په پیل کې ګټې اخیستنې ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۱:۵۴
Background image

د دایکندي ولایت په یوه ښوونځي کې نوې ودانۍ جوړه شوه

د دایکندي ولایت شهرستان ولسوالۍ اړوند سفيدپشته لرګر منځني ښوونځي نوې ودانۍ په ولسي مرسته د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو لګښت سره جوړه او د پوهنې مسوولینو، علماءکرامو، سپین‌ږیرو او سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

په کاپیسا کې ۱۳ تنه د سواد زده‌کړې له ټولګي فارغ شول

د کاپیسا ولایت د مقام ۱۳ تنه خدماتي اجیران، چې د پوهنې وزارت له لوري يې د سواد زده‌کړې ٩ مياشتنى ټولګی بشپړ کړی و، د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي سید محمد فیضي په حضور کې په. . .

BACK TO NEWS