د بامیان ولایت پوهنې ریاست څخه څو خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۰:۷
12

- په بامیان ولایت کې د سواد زده کړې ټولګیو پرانیستل؛
پوهنې وزارت په بامیان ولایت کې د ۱۱۶۰ تنو لپاره د سواد زده کړې ۵۸ بابه ټولګي جوړ کړل او ورپسې یې اړوند مهم درسي مواد هم ګډون والو ته ووېشل.

- له کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت آزموینې اخیستل؛
د بامیان ولایت پوهنې ریاست د ۲۵ تنو راستانه شویو کډوالو زده کونکو څخه د سویې د تثبیت په موخه آزموینه واخیسته.
د یاد ولایت پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار، د آزموینې پر مهال څرګنده کړه چې؛ د پوهنې وزارت په جدي توګه هڅه کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې هېڅ کډوال یا له زده‌کړو پاتې ماشوم له پوهې څخه محروم نه شي او باید د علم ترلاسه کولو لپاره، په مدارسو او ښوونځیو کې شامل شي.

- د رسول اکرم« صلی الله علیه وسلم» مدرسې جوړولو لپاره د ۲ جرېبه ځمکې وقف؛
د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د مرحوم حاجي حسین داد زامنو لخوا، د رسول اکرم« صلی الله علیه وسلم» دیني مدرسې جوړولو لپاره ۲.۵ جرېبه ځمکه وقف شوه او د هغې سند په رسمي ډول د یاد ولایت پوهنې ریاست ته وسپارل شو.
 پوهنې وزارت د هېوادوالو، په ځانګړې توګه د بامیان ولایت د عزتمندو او علم پاله خلکو، له مادي او معنوي مرستو څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS