د بامیان ولایت په ځانګړې قطعه کې یو شمېر کسانو لپاره د سوادزدهکړې ټولګی جوړ شو
د بامیان ولایت د ځانګړې قطعې د هغو ۲۸ تنو م.جاهدینو لپاره، چې له زدهکړو پاتې شوي وو، د یاد ولایت پوهنې ریاست له لوري د سوادزدهکړې ټولګی جوړ او د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.
یاد پروګرام د پوهنې مسوولینو، د ځانګړې قطعې د چارواکو او یو شمېر ګډونوالو په حضور کې ترسره شو.
په دې مراسمو کې د ځانګړې قطعې قومندانانو د بامیان ولایت پوهنې ریاست له همکارۍ څخه مننه وکړه او د اړوند پرسونل څخه یې وغوښتل، چې د سوادزدهکړې په پروګرامونو کې په لېوالتیا او د مسئولیت په احساس سره ګډون وکړي او له دې فرصت څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي.
