د بامیان ولایت د ښوونځیو مدیرانو لپاره مسلکي سیمینار ترسره شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۴:۴۱
141

د باميان ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار له خوا د یاد ولايت د پوهنې مسئولينو، چارواکو، مديرانو او ښوونکو په حضور کې د "مسلکي پراختيا د غړو د دندو لایحې" تر عنوان لاندې سيمينار د غلغلې هوټل په تالار کې جوړ او په ترڅ کې یې د ښوونځیو د مدیرانو د دندو لایحه په سمه توګه تحلیل او توضېح شوه.

د باميان پوهنې رئیس د ښوونځيو د مديرانو لپاره د جوړ شوي سيمينار پر مهال له پوهنیز نظام څخه د هغوی د ملاتړ له امله مننه وکړه او له ګډون والو يې وغوښتل چې په دغه ولايت کې د زده کوونکو د کيفيت او کميت لوړولو لپاره خپلې هڅې وکړي.

په پای کې د ښار پوهنې مسئولینو هم خپلې لاسته راوړنې او وړاندیزونه مطرح کړل او د پوهنې له رئیس سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۵۴
Background image

په سرپل ولایت کې د مدارسو اداري مسئولینو لپاره روزنیز سیمینار پرانیستل شو

د سرپل ولایت پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې، د مدارسو اداري مسئولینو لپاره د ۸ قلمه اداري کتابونو له منځپانګې سره د بلدتیا او مسلکي کولو په موخه، "د ۸ قلمه اداري درسي کتابونو پېژندنې". . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۵۰
Background image

رسنیز بلنلیک

په پلان کې ده چې د مسئولینو لخوا، د کابل ښار ښوونځیو اړوند د بدني روزنې (۳۰ تنو) ښوونکو ته د ښوونیز او مسلکي سیمینار د پای مراسمو کې تصدیق پاڼې ووېشل شي، کوم چې د پوهنې وزارت د اساسي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

په هرات ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره د ترافیکي نښو او ماینونو خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو

د هرات ولایت پوهنې ریاست، د ګذرې ولسوالۍ د روضه باغ او وزیر فتح خان ښوونځیو د ۳۰۰ تنو زده‌کوونکو لپاره د ترافیکي نښو - اشارو او د ماینونو او ناچاوده توکو خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام. . .

BACK TO NEWS