د بامیان ولایت د پولیسو قومندانۍ سرتېرو لپاره د سواد زده‌کړې ټولګي پرانیستل شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۰
65465

د پوهنې او کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک پر بنسټ، د بامیان ولایت پوهنې ریاست په دې وروستیو کې د پولیسو قومندانۍ واحدونو او جزوتامونو د ۱۰۰ تنو سرتېرو لپاره د سواد زده‌کړې کورسونه جوړ کړل.
د پورته ذکر شویو ټولګیو د پرانیستلو په مراسمو کې، د پوهنې چارواکو په ټولنه کې د پوهې پر ارزښت او اهمیت تفصیلي خبرې وکړې او له سوادزده‌کوونکو یې وغوښتل چې په لېوالتیا سره په ټولګیو کې ګډون وکړي او د شته تعلیمي اسانتیاوو په کارولو سره سواد زده‌کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو ریاست پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو د رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په مشرۍ پلاوی د خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د څارنې او ارزونې په موخه هرات ولایت ته ورسېد.
پلاوي د یاد ولایت له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

په لوګر کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په باغک سیمه کې د «انوار محمدیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې، د سیمه‌ییزو خلکو په مالي مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پر نیم جریب وقف شوې ځمکه پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند ۱۴۴علمي غړو کړنې وارزول شوې

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له لوري، د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند د مسلکي پراختیا ۱۴۴ علمي غړو کړنې او فعالیتونه وارزول شول، چې له ډلې یې ځینې د غوره. . .

BACK TO NEWS