د انعکاس تلویزیون له لارې به د درسونو د خپریدو لړۍ د وري له پنځمې د سی شنبې په ورځ پېل شي

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۶ - ۹:۲۱
د انعکاس تلویزیون له لارې به د درسونو د خپریدو لړۍ د وري له پنځمې د سی شنبې په ورځ پېل شي

پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار پوهنې ریس حسیب الله شینواري د انعکاس رسنیز مرکز د ریس انجنیر زلمي سره د ګډې همکاری د تفاهم لیک د لاسلیک په مراسموکې چې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل او د عامې روغتیا ریس ډاکتر نصیر احمد دوراني هم شتون درلود وویل وروسته له هغې چې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه د پوهنې وزارت په ټول هیواد کې د یوې میاشتې لپاره د ښوونځیو د تړلو حکم وکړ پوهنې ریاست په یو نوښتیز اقدام کې د انعکاس تلویزیون له مشرتابه هیله وکړه چې د تلویزیون له لارې د درسونو په خپرولو کې مرسته وکړي د پوهنې ریس د انعکاس تلویزیون له ریس او مشرتابه پلاوي څخه مننه وکړه چې غوښتنه یې ومنله او په اونۍ کې شپږ ورځې یې هره ورځ پنځوس دقیقې دغو درسونو خپرولو ته ځانګړې کړې. پوهنې ریس وویل له دې درسونو پر ننګرهار سربیره د کونړ او لغمان ولایتونو زده کوونکي هم ګټه اخیستلاې شي. د انعکاس تلویزیون ریس پوهنیار انجنیر زلمي وویل د کرونا پر وړاندی مبارزه ملي بڼه لري او ښوونځي هم د همدې ملې مبارزې په لړ کې تړل شوي او دا د هر افغان مسولیت دی چې په دې ملي مبارزه کې ونډه واخلي. نوموړي وویل که نورې رسنی د دې درسونو خپرولو ته چمتو وي دوی حاضر دي چي چمتو شوي مواد دهغوی په واک کې ورکړي. د ننګرهاروالي شاه محمود میاخیل د دواړو ادارو د دې نوښت له امله مننه وکړه او پر کورنیو یې غږ وکړ چې خپلو اولادونه وهڅوي چې په کورونو کې پاتې شي او دا درسونه تعقیب کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۵۲
Background image

پوهنې وزارت په ۳۹ بابه منځنیو ښوونځیو کې «د رشته‌بندۍ تطبیق» په اړه سیمینار ترسره کړ

پوهنې وزارت په «۳۹ بابو منځنیو ښوونځیو کې د رشته‌بندۍ تطبیق» تر سرليک لاندې یو سیمینار د مرکزي او ولایتي ریاستونو د ۲۴۰ تنو مسٸولینو لپاره جوړ کړ.
د ياد سیمینار موخه دا وه چې، د یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS