د اقراء برنامې په چوکاټ کې له جوړیدونکو ۶ زره ښوونځیو څخه اولین ښوونځی په خوست کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
دپوهنې وزارت ـ خوست : ـ د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ د درویزګۍ ابتدائیه ښوونځي نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې دپتي په پریکولو سره ګتې اخیستنې ته وسپارل شول.
په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه دیادې ښوونځي په انګړ جوړ شوي و، د خوست والي محمدحلیم فدایي سربېره پکې د بېلابیلو ریاستونو رئیسانو، د ولسي تړون پروګرام ولایتي مسؤل، د ولایتي شورا غړي نور شاه نوراني، قومي مشرانو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی ؤ.
د خوست والي محمد حلیم فدایي په خپله وینا کې ولسونو ته د ودانۍ د جوړیدو مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې د درسي کیفیت د ښه کیدو لپاره اولین شرط مناسب درسي چاپېریال دی. ښاغلي فدایي همدا راز وویل اوس مهال په خوست کې د ۶۴ ښوونځیو د ودانیو چارې روانې دي د ۹۸ مکاتبو د ودانیو د جوړیدو منظوري راغلې او ۱۱۸ ښوونځیو ودانۍ په پلان کې شاملې ديد همدارنګه د خوست دپوهنې رئیس نصیر احمد روښان هم د نوموړې ښوونځي ته د تعمیر پر جوړیدو خوښي وښوده زیاته یې کړه: د درویزګۍ ابتدائیه ښوونځي نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ۳ میلیونو ۵۹۰ زره افغانیو په مجموعي لګښت د اقراء برنامی په چوکات کې جوړه شوي، چې ۶ تدریسې، یوه اداري خونه، د اوبو څښلو څاه، ۶ تشنابونه، او نورې اړوندې ښوونیزې آسانتیاوې لري.
د پوهنې رییس د ولسي تړون د اقراء برنامې له مسوولینو څخه یې مننه وکړه چې ددغه ښوونځی وداني یې په مناسب وخت زده کوونکو ته د زده کړې لپاره چمتو کړه. ښاغلي روښان، له ولسونو وغوښتل چې د ودانۍ ساتلو ته پوره پاملرنه وکړي.
