د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرکزي زون رئیس او ورسره مل پلاوي د کابل ښار پوهنې له رئیس سره وکتل
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د شمال لوېدیځ مرکزي زون رئیس مولوي میا سمیع الدین قمري او وسره مل پلاوي، د کابل ښار پوهنې له رئیس حافظ عبدالباسط حقاني سره وکتل.
په پيل کې د پوهنې رئیس مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د یادې ټولنې له دوامداره همکاریو څخه په ځانګړې توګه د کابل ښار د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره، چې پکې د روغتیا، زده کړو، ښوونه او روزنه او یولړ نور مهم فعالیتونه شامل دي، مننه او قدرداني وکړه.
په پای کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې پلاوي دخپلو پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې، د پوهنې وزارت له آسانتياوو برابرولو څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د افغانستان د پوهنې له نظام سره به د یاد وزارت د پروګرامونو د تطبيق په برخه کې، همکاريو او مرستو ته دوام ورکړي.
