د افغانستان پوهنې وزیر د مخ پر ودې هیوادونو په استازیتوب د 2020 The Education World Forum په نړیوال کنفرانس کې وینا وکړه
پوهنې وزارت- لندن: د هیواد پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي انګلستان هیواد ته د رسمي سفر په ترڅ کې د مخ پر ودې او جګړه ځپلو هیوادونو په استازیتوب د 2020 The Education World Forum په نړیوال کنفرانس کې وینا وکړه.
ډاکتر بلخي د نړۍ د شا او خوا ۱۰۰ هیوادونو پوهنې وزیرانو او همدارنګه د ښوونې او روزنې سره د مرسته کوونکو نړیوالو مؤسسو استازو سره یې د افغانستان په ګډون د مخ پر ودې او جګړه ځپلو هیوادنو د ښوونې او روزنې حالت څیړلو ترڅنګ، د نړۍ په کچه د ښوونیزو شاخصونو او تغیراتو اړخونو څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
د هیواد پوهنې وزیر د نړۍ په کچه د ښوونیز سیستم د دیجیتال کولو چټکوالي او یاد سیستم ته د مخ پر ودې او جګړو څخه وروسته هیوادنو د یوځای کیدو اړتیا ته په اشارې، په یادو هیوادونو کې د ښوونیزو سیستمونو له سره جوړیدو او پر نوي کولو ټينګار وکړ.
ډاکتر بلخي په دوام کې وویل چې د افغانستان د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې لسیزې پر سند کار کوي او د دې سند په چوکاټ کې به یوه مناسب ښوونیز سیستم ته د لاسرسي لپاره بیلابیل ښوونیز سندونه وڅیړي.
د افغانستان پوهنې وزیر د ښوونې بیا جوړښت لپاره د یوې تخنیکي پرواګرام چې د موخې، پراختیا او مفهود د تغیراتو پربنسټ د جوړیدو غوښتونکۍ شو او د وروستۍ پایلې لپاره یې پر نړیوالې هوکړې ټينګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې پوهنې وزیر د 2020 The Education World Forumنړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه چې د ۲۰۲۰ کال د جنوري د میاشتې له ۱۹ څخه تر ۲۲ نیټې (د تلې د ۲۹ مې څخه د سلواغې تر ۲مې ) پورې په لندن کې د تر سره کیدو په حال کې ده، انګلستان هیواد ته سفر کړۍ دۍ.
د ښوونې او روزنې نړیواله غونډه هر کال دا نړیوال کنفرانس د ۱۰۰ څخه د زیاتو هیوادونو د پوهنې وزیرانو او استازو په شتون کې د ښوونې او روزنې خدمتونو پراختیا او ښه والي، په ښوونیزو سیستمونو کې د شته ننګونو ارزونې او همدارنګه په ښوونه او روزنه کې د نړیوالو نویو لارو د کارونې په موخه تر سره کیږي
