د افغانستان د اسلامي امارت د تعلیمي او تحصیلي ادارو ترمنځ د همغږۍ لومړۍ غونډه ترسره شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۲:۲۷
د افغانستان د اسلامي امارت د تعلیمي او تحصیلي ادارو ترمنځ د همغږۍ لومړۍ غونډه ترسره شوه

د افغانستان د اسلامي امارت د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو لومړۍ غونډه د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین الحاج مولوي سعادت الله سعید تر مشرۍ لاندې د لوړو زده کړو وزارت او د تخنیکي او مسلکي بنسټونو د استازو په حضور کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د یادو ادارو د فعالیتونو په همغږۍ او د مشترکو فعالیتونو پر اړتیا خبرې وشوې او په دې برخه کې د یوه ګډ کمیسیون پر جوړېدو ټینګار وشو.
دغه راز پرېکړه وشوه، چې د ياد کمېسيون د غونډو او پرېکړو د اصولي اجراآتو لپاره باید په لومړي سر کې ریس الوزا ته د جوړېدو په موخه وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS