د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان سفیر د پوهنې وزارت له سرچینو او اداري معین سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۰:۳
145

په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر محمد العیاش او ورسره مل پلاوي، د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې له معین مولوي صبغت الله وصیل سره وکتل.
په یاده کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د پوهنیز نظام، ننګونو او لاسته راوړنو په اړه مفصل بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان سفیر د افغانستان په ټولو برخو په ځانګړې توګه د پوهنیز نظام برخه کې، د افغانستان.ا.ا. له لاسته راوړنو څخه مننه او قدرداني وکړه.
دغه راز نوموړي د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په استازيتوب د پوهنې وزارت له مشرتابه سره ژمنه وکړه، چې د متوازنو ښوونيزو خدمتونو د پراختيا په موخه به له پوهنې وزارت سره په بېلابېلو برخو کې همکاري او ملاتړ وکړي.
ورپسې د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري معین مولوي صبغت الله وصیل، راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د پوهنې له وزارت سره د یاد سازمان له همکاریو مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۴۱
Background image

د قرارداد د پرېکړې خبرتیا د پوهنې وزارت

د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د لومړي لاټ قرارداد، د ۵ میلیونه، ۴۷۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۳۴
Background image

د قرارداد د پرېکړې خبرتیا (د پوهنې وزارت)

د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د دویم لاټ قرارداد، د ۱۳ میلیونه، ۸۴۱. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

BACK TO NEWS