د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۱ - ۱۵:۹
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

 د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون(Tomas Niklasson) او ورسره مل هیئت چې په ترکیب کې یې رافیلا لوډیس (Raffaella Lodice) او جیني ګرین (Jennie Gren) شامل وو، دپوهنې وزارت له سرپرست  وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.
په یاده لیدنه کې توماس نیکلسون د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې د مرستندویه پروګرامونو په هکله معلومات وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه چې یاده  اتحادیه به  د افغانستان د یو متحد په توګه له یاد هیواد سره د همکاریو دروازه د تل لپاره پرانیستې ساتي.
ورپسې د پوهنې محترم وزیر صاحب راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې افغانستان د نړیوالې ټولنې د یو فعال  غړي په توګه له ټولې نړۍ په تیره بیا اروپايي اتحاديې سره په تعلیمي ډګر کې د نږدې اړیکو او مثبتو تعاملاتو غوښتونکی دی او د پوهنې وزارت به د یادې اتحاديې د مرستندویه فعالیتونو لپاره د یو تسهیل کوونکي  او هم غږي کوونکي رول لوبوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS