د اروپايي ټولنې سفیرې د پوهنې وزارت له سر‎پرست سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۶:۱۵
لفثقف

 

د اروپايي ټولنې سفیرې  Raffaela Iodice او ورسره مل پلاوي، د افغانستان د پوهنې وزارت  له سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا سره د هغه په دفتر کې وکتل او د پوهنې وزارت اړوند موضوعاتو په اړه یې ورسره تفصیلي خبرې وکړې.

په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست د اروپایي ټولنې اړوند راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه، چې د افغانستان.ا.ا. له نړیوالې ټولنې سره د دوه اړخیزو ښو اړیکو غوښتونکی دی.

نوموړي وویل: له بده مرغه د تېرو څلوېښتو کلونو جګړو افغانستان د پرمختګ په لاره کې شاته وغورځاوه، ځکه چې د هېواد پرمختګ قوي ښوونیز نظام ته اړتیا لري، نو موږ غواړو چې د هېواد پرمختګ او پر ځان بسیاینې په موخه، پوهنیز نظام ته وده او پراختیا ورکړو، هر ماشوم ته قلم او کتاب ورکړو، ترڅو د زده کړې او تخصص په ترلاسه کولو سره خپل هېواد له دې شاتګ او شته ستونزو څخه وژغورو.

د پوهنې سرپرست وزیر زیاته کړه: موږ نړۍ ته په منفي ډول پیژندل شوي یو، موږ غواړو چې دوی افغانستان ته راشي او هرڅه له نږدې وګوري.

د نوموړي په خبره، د ا.ا.ا. هڅه کوي، په هېواد کې له ټولو آسانتیاوو سره سم یو معیاري او مجهز روغتون جوړ کړي، ترڅو هېوادوالو ته د آسانتیاو برابرولو او د ناروغانو د درملنې په موخه بهر ته د تګ مخه ونیول شي.

ورپسې د اروپا یي ټولنې سفیرې د پوهنې وزارت سرپرست سره د لیدنې له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل : د یاد وزارت مشرتابه له خپل ټول مصروفیت سره سره  د هغوی سره د دوه اړخیزه لیدنې وخت ورکړ.

هغې د خپلو خبرو په دوام د پوهنې وزارت مثبتو کړنو ته په اشارې سره د دې وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د یاد وزارت کړنې یې مثبتې وارزولې.

یاد پلاوي د بامیان او کندهار ولایتونه د بېلګې په توګه یاد کړل، ويې ويل: په افغانستان کې ښه پرمختګونه روان دي او موږ ورته خوشبين يو، په افغانستان کې امنيت تامين شوى، د نشه يي توکو کښت، توليد او قاچاق صفر ته رسېدلى او دا يوه ستره بريا ده.

د اروپایي ټولنې سفیرې څرګنده کړه: له افغانستان سره بشردوستانه مرستې مشروطې نه دي، اوسمهال له افغانستان سره ۱۴۳ میلیونه یورو مرسته کېږي، چې په دې کې د افغانستان د پوهنې برخه هم شامله ده.

ياد پلاوي د پوهنې وزارت مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې په نیږدې راتلونکي کې به په مرکز او ولايتونو کې د ٤٠٠ ښوونځيو د ترميم او بيارغونې لپاره د اړتيا وړ مالي بوديجه له يوې همکارې مؤسسې سره برابره کړي.

نوموړې همدا راز زیاته کړه، چې د پوهنې بهیر څخه د پاتې ماشومانو د جلبولو په موخه به د سیمه ییزو زده کړو ټولګي (CBS) پراخ او په ټول هېواد کې به یې شمېر زیات کړي.

د یادې ناستې په پای کې دواړو لوریو د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې اړینه اومهمه پروسه وبلله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS