د ارزګان ولایت د پوهنې ریاست لخو د نجونو نړیواله ورځ ولمانڅل شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۰ - ۱۳:۲۲
د ارزګان ولایت د پوهنې ریاست لخو د نجونو نړیواله ورځ ولمانڅل شوه

د پوهنې وزارت_ارزګان: د ارزګان ولایت د پوهنې ریاست لخوا د نجونو نړیواله ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په تر ځ کې ولمانځل شوه .
په هغه غونډه کې چې له همدې امله د ارزګان ولایت د مر کز اړوند د ملالی په عالی لیسه کې جوړه شوي وه د ارزګان ولايت سرپرست والي او ګڼو نورو دولتي او نا دولتي ادارو رئيسانو، مسئولينو د ښځينه ښوونځيو شاګردانو او معلمينو پکې ګډون کړى وو.
په ياده غونډه کې د پوهنې رئيس ميرزامحمد سالارزي د نجونو د نړيوالې ورځې په شاليد او د نجونو په وړاندې د جنسيتي نابرابرۍ په بدو عواقبو باندې هر اړخيزي خبري وکړي او والدين يې وهڅول چې د نجونو تعليم ته جدي توجوه وکړي ترڅو په ټولنه کې يو ځواکمن کورنې نظام رامنځ ته شي او د نجونو په وړاندې تشدد او تبعيض ته د پاې ټکې کېښودل شي.
همدارنګه د ولایت او سر پرست او دغونډې نورو ګډونوالو د نجونو نړیوالۍ ورځې له امله نجونو ته مبارکې وویل او په افغاني ټولنه کې د نجونو تعلیمي وضعیت او دنجونو پروړاندې د تاوتریخوالي او تبعیض په اړه خبرې وکړې .
دیاده ولو وړده : د اکتوبر ۹ مه د ملګرو ملتو نو دسازمان لخوا د نجونو د نړیواله ورځې په نامه اعلان شوي. یاده ورځ د نجونو لپاره د ملاتړ او د جنډر نابرابري په اړه او د پوهاوي لوړولو لپاره وقف شوی .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS