د ارزګان د ښوونکو د روزني د عالي مؤسسې څخه ۹ تنه ښځینه ښوونکي فارغه شوي
پوهنې وزارت_ارزګان: د ارزګان ولایت د ښوونکو د روزني د عالي موسسې له خوا د یونسف په مالي مرسته د ګېټ د برنامې څخه ۹ تنه ښځینه ښوونکې د څلوارلسم ټولګي څخه فارغې شوی.
په هغه غونډه کې چې له همدې امله د ارزګان ولایت د ښوونکو د عالي موسسي د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه ، دپوهنې رییس میرزا محمد سالارزی ، د ولایتي شورا غړو ، د یو شمیر ادارو مسوولینو، د ښوونکو د عالي موسسي ښوونکو او محصلینو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د پوهنې رییس میلمنو ته د ښه راغلاست تر ځنګ فارغه شويو ښوونکو ته مبارکي وویل او د دوي نه یی وغوښتل چې د زده کوونکو د روزلو برخه کې دې کیفیت ته ځانګړي پاملرنه وکړي.
سالار زی د یادو ښځینه ښوونکو فراغت د ارزګان ولایت د معارف ریاست لپاره یو ښه زیرې وبلی چي په ښځینه ښوونځیو کې به د مسلکي ښوونکو د نشتوالي تشه تر یوه حده ډکه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د یونسف د نورو برنامو ترڅنګ د ګېټ برنامه د ښځینه ښوونکو په ظرفیت لوړونه کې موثر او مفید رول لري او د نجونو د تعلیم په وده او پرمختګ باندې یې مثبت سیورې غوړولې، چې د ګېټ برنامه په ارزګان ولایت کې د ۲۰۱۶ کال راهیسې د تطبیق په حال کې ده او په داخل خدمت او قبل از خدمت دورو کې تر دې مهاله ی۵۲ تنه فارغین په دریو دورو کې ورکړي دي .
