د .ا.ا. عالي رهبرۍ د فرمانونو، حکمونو او د اسنادو څارنې پلاوي د کابل ښار د پوهنې له رئیس سره وکتل
د .ا.ا. عالي رهبرۍ د فرمانونو، حکمونو او د اسنادو د څارنې آمر مولوي صياد عمري او ورسره مل پلاوي، د کابل ښار پوهنې له رئیس قاري عبدالباسط حقاني سره وکتل.
ياد پلاوي وويل، چې د دوى له کتنو څخه موخه، د ا.ا.عالي رهبرۍ له لوري د صادر شويو فرمانونو او حکمونو د پلي کېدو څېړنه او څارنه ده.
د کابل ښار پوهنې رئیس ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د رسمي ادارو د ورسپارل شویو چارو څارنه د دوی د فعالیتونو په کیفیت او قانوني کولو کې اغېزمنه وبلله او هرکلی یې وکړ.
همدارنګه نوموړي ژمنه وکړه، چې د .ا.ا.عالي رهبرۍ د ټولو حکمونو او امرونو د تطبیق لپاره د آسانتیاوو برابرولو او د ارزونې په برخه کې به له ياد پلاوي سره همکاري وکړي.
