د  پوهنې  وزارت  سرپرست وزیر له عالیقدر امیرالمؤمنین سره ملاقات وکړ 

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۰ - ۹:۴۷
د  پوهنې  وزارت  سرپرست وزیر له عالیقدر امیرالمؤمنین سره ملاقات وکړ 

د شنبې او یکشنبې په ورځو (۴-۵/۷/۱۴۴۳هـ ق) تر غرمې وروسته  د پوهنې وزارت  سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله «منیر» صاحب او د یاد وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله«سعید» صاحب  په کندهار ښار کې له عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ  هبة الله اخندزاده صاحب سره ملاقات وکړ.
په دې لیدنه کې ښاغلي وزیر صاحب د پوهنې وزارت اړوند وړاندیزونه او ستونزې له عالیقدر امیرالمؤمنین صاحب سره شریکې کړې او د ځينو موضوعاتو په اړه یې ورڅخه لارښوونې وغوښتلې.
عالیقدر امیرالمؤمنین د خپلو خبرو په ترڅ کې د هیواد په تعلیمي ډګر کې د پوهنې وزارت هلې ځلې وستایلې او څرګنده یې کړه، چې د اسلامي امارت مشرتابه په ټول توان سره د دیني مدارسو،عصري ښوونځیو او تعلیمي مراکزو د اکمال، تمویل او فعالولو  په برخه کې په پوره جدیت سره کارکوي او خپل ټول امکانات او اسانتیاوې په کار اچوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې رياست د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره ۳۹ قلمه غير مطبوع قرطاسيه‌توکو او د پرنټر ټونرونو ته اړتیا لري.
هغه لوژستيکي-سوداګریز شرکتونه او پلورنځي چې د ياد قرارداد ترلاسه کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS