د  پوهنې  وزارت  سرپرست وزیر د کابل ښار مېشتو میرمنو له علمي او فرهنګي شخصیتونو  سره  ملاقات وکړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۸ - ۱۰:۴
د  پوهنې  وزارت  سرپرست وزیر د کابل ښار مېشتو میرمنو له علمي او فرهنګي شخصیتونو  سره  ملاقات وکړ

 د پوهنې وزارت د کنفرانسوانو په تالار کې  دیاد وزارت سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله«منیر»  صاحب  دکابل ښار مېشتو میرمنو له علمي او فرهنګي شخصیتونو سره چې شمیر یې تقریبا( ۵۰) تنو ته رسیده ، ملاقات وکړ.
دغه ملاقات چې د محترمې خور حافظ زینب موحد له لوري د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو، لومړی استاد مریم موحد، استاد سُمیه زاهد،استاد سینا  رحیمي ،سمینه عبدالله  او ځینو نور خویندو ویناوې وکړې  او د هیواد د تعلیمي نظام د لا پیاوړتیا لپاره یې له محترم وزیر صاحب سره خپلې مشورې، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې.
وروسته محترم وزیر صاحب د خپلې وینا په ترڅ کې راغلیو میلمنو خویندو ته ښه راغلاست ووایه، د هغوی له مشورو او وړاندیزونو څخه یې مننه وکړه ،  د یوې سالمې اسلامي ټولنې د جوړولو په برخه کې یې د میرمنو د رول او همدارنګه د میرمنو د زده کړې او کار د ضرورت  په اړه مفصلې خبرې وکړې.
د غونډې په پای کې یادو میرمنو خپلې غوښتنې، مشورې، وړاندیزونه او عریضې په لیکلې بڼه له محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې. غونډه د محترم وزیر صاحب له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS