دپوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو په کچه لاندې ټاکنې او تبدیلۍ ترسره شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۶ - ۱۲:۵۰
۱۲۳

د پوهنې وزارت د ( ګڼه:۱۱، نېټه: ۲۲/۱//۱۴۴۴هـ ق) وړاندېز او د ریاست الوزرا د محترم مقام د( د حکم ګڼه:۳۲۴، نېټه:۴/۲/۱۴۴۴هـ ق)  منظوري په اساس، د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو په کچه لاندې ټاکنې او تبدیلۍ ترسره شوې:
۱-د مالي او حسابداري ریاست پخوانی رئیس محترم مفتي عزت الله نوري د نصاب ریاست د رئیس په توګه .
۲-د نصاب ریاست  پخوانی رئیس محترم مولوي صبغت الله وصیل  د شهادتنامو او نتائجو ریاست د رئیس په توګه.
۳-د شهادتنامو او نتایجو ریاست پخوانی رئیس محترم مولوي غلام ربي د نظارت او ارزیابي ریاست د رئیس په توګه.
۴-د نظارت او ارزیابي ریاست پخوانی رئیس محترم  مولوي صدرالدین سعد د مالي او حسابداري ریاست د رئیس په توګه.
۵-د خدماتو ریاست پخوانی رئیس محترم استاد حبیب الله خالد د زده کوونکو د چارو(امور متعلمین) ریاست د رئیس په توګه.
د الله تعالی له دربار څخه ټولو محترمو رئیسانو ته د توفیق او نصرت غوښتنه کوو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې رياست د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره ۳۹ قلمه غير مطبوع قرطاسيه‌توکو او د پرنټر ټونرونو ته اړتیا لري.
هغه لوژستيکي-سوداګریز شرکتونه او پلورنځي چې د ياد قرارداد ترلاسه کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS