دپوهنې وزارت اړوند شمال حلقې دتعلیم او تربیې مسؤلینو د بلخ ولایت له تعلیمي ادارو څخه لیدنه او غونډې ترسره کړې.

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۵ - ۹:۵۴
در ادامه دید و بازدید هیئت کمیسیون تعلیم و تربیه حلقه شمال از ولایت بلخ

د روان کال د صفرالمظفر د میاشتې په اوږدو کې دشمال حلقې د تعلیم او تربیې مسؤل مولوي بسم الله (نعماني) او دشمال حلقې عضوه او اداري مسؤل انجینر صلاح الدین سعید دخپل سفر په جریان کې د یاد ولایت د دهدادي، نهر شاهي، لرغوني او متمدن ښار د بلخ ولسوالیو مسؤلینو سره د تعلیم او تربیې په برخه کې جلا جلا ناستې ترسره کړې.

همدارنګه د یادو ولسوالیو د تعلیمي ادارو له مسؤلینو سره غونډې ترسره شوې، په غونډو کې د يادو ولسوالیو د دیني مدارسو، دارالحفاظونو اوښوونځیو مسؤلینو او یو شمیر مخور قومي مشرانو ګډون درلوده، د غونډې ګډونوالو ته د شمال حلقې د مسؤل لخوا د ا.ا د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون پالیسې، لوایح، طرزالعملونه او تعلیمي نصاب په اړه توضیحات واورول شول.

همداراز د تعلیمي ادارو ټول پرسونل ته د خپلو دندو د ترسره کولو پخاطر د امن او امنیت اطمینان ورکړل شو، د اطمینان په آوریدو د غونډې ټولو ګډونوالو خوښي وښودله او خپله خوښي یې په خپلو ویناوو کې اظهار کړه.

د غونډو په جریان کې د شمال حلقې غړو لخوا د اناثیه ښوونځیو د زده کوونکو د درسونو په تړاوو پوره وضاحت ورکړل شو او یادونه وشوه چې اناثیه زده کوونکې به خپلو درسونو ته د حجاب په مراعتولو، د اناثیه استاذانو په شتون او عدم مختلط ټولګیو په مراعتولو سره ادامه ورکوي.

همدارنګه د تیر په څیر مو د یادو ولسوالیو د مختلفو سیمو له قومي مخورو سپین ږیرو سره هم د تعلیم اوتربیې د پرمختګ او همکارۍ په تړاوو بیلابیلې لیدنې ترسره کړې.

ټولو مشرانو زموږ د راتګ هرکلی وکړ او زموږ راتګ یې یادو سیمو ته یو مثبت ګام وباله او ډیره خوښي یې اظهار کړه او عام وګړو هم ډاډګیرنه ترلاسه کړه.

په یاد سفر کې د شمال حلقې مسؤلینو د ټولو تعلیمي ادارو له مسؤلینو وغوښتل چې خپلو تعلیمي ادارو کې د درس او تدریس لپاره لا ښه توجه ولري او پرته له کوم خنډ او ځنډ څخه خپل اداري کارونه سرته ورسوي، تردې چې یوه روښانه راتلوونکې ولرو او زموږ نوی نسل په اسلامې روحیه او عقایدو وروزل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د شمال‌ختیز زون علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

د علمي غړو د مسلکي او تدریسي وړتیا لوړولو په موخه، د شمال‌ختیز زون (کندز، تخار، بغلان او بدخشان) ولایتونو د مرکزي هستې علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ، د پوهنې وزارت د ښوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست کې "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ ترسره شو

د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو ورځنی ورکشاپ، د بادغیس ولایت پوهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۰
Background image

په کاپيسا ولايت کې د يوې دينې مدرسې جوړولو لپاره ۸ بسوې ځمکه وپېرل شوه

د کاپيسا ولايت حصه دوم کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکو د علمي وضعيت ښه والي، د طلابو لپاره اسانتياوو برابرولو او د تعليمي فضا پراخوالي په موخه، د "عبدالله بن عمر (رضی الله عنه)" د مدرسې. . .

BACK TO NEWS