دپوهنې وزارت نوی سرپرست وزیر د یاد وزارت مسئولینو او کارمندانو ته ور وپېژندل شو
دپوهنې وزارت نوی سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې د یاد وزارت مسئولینو او کارمندانو ته ور پېژندل شو.
هغه مراسم چې په همدې مناسبت د پوهنې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوي وو، د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول. وروسته د چارو د ادارې د لوی ریاست رئیس شیخ مولوي نورالحق انور وینا وکړه. نوموړي په خپله وینا کې د پوهنې وزارت د مخکني وزیر د خدمتونو ستاینه او مننه او نوي وزیر ته یې په ورسپارل شوي مسئولیت کې د توفیق او نصرت غوښتنه وکړه.
ورپسې د پوهنې وزارت مخکني سرپرست وزیر او د مرکزي دارالافتاء نوي عمومي رئیس شیخ مولوي نورالله منیر وینا وکړه، نوموړي هم په خپله وینا کې نوي وزیر صاحب ته د توفیق غوښتنه او دپوهنې وزارت مسئولینو او کارمندانو ته له نوموړي سره د پوره همکاري او دهغه بشپړ اطاعت سپارښتنه وکړه .
وروسته د نوي وزیر صاحب لنډ ژوند لیک ولوستل شو او بیا په خپله وزیر صاحب وینا وکړه . نوموړي په خپله وینا کې نوی ورسپارل شوی مسئولیت خورا دروند وباله او دپوهنې وزارت له مسئولینو او کارمندانو څخه یې د بشپړې همکاري غوښتنه او د یاد مسئولیت د ورسپارلو له امله یې د اسلامي امارت د مشرتابه له اعتماد څخه مننه وکړه.
غونډه د یاد وزارت د ښوونې او روزنې د معین الحاج مولوي سخاءالله سعید له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
