دهرات ولايت د تو بریان لیسې نوي ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۱۷ - ۱۰:۲۹
دهرات ولايت د تو بریان لیسې نوي ودانۍ پرانیستل شوه

دهرات ولایت د انجیل ولسوالي د توبریان لیسې نوي ودانۍ پرانیستل شوه.
په هغه غونډه کې چې له همدې امله دنوموړی لیسې په انګړ کې جوړه شوې وه دپوهنې رئيس روح الله ازهد، د دولتي ادارو يو شمير رئیسانو، دسيمې قومي مشرانو، استادانو اوشاګردانو ګډون کړی وو.
د توبریان لیسې نوي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په يوه پوړکې د څه باندی ۳ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت NRC موسسي په مالي مرسته جوړ ه شوی، چې ۵ درسي ټولګي او نور ضروري ملحقات لری.
د يادولو ده، چې په دغه ښوونځۍ کې ۱۵۰۰ تنه نجونۍ او هلکان زده کوونکي په دریو وختونو کي په زده کړو بوخت دي، چې دیادې ودانۍ د پرانیستلو سره به زده کوونکوته خوندي درسي چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS